
كېمبرج 27 اپرېل (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر ملييحه لودھي وئيلي دي چې پاكستان او چين د شخړو نه پاكې ستراتېژكي تاريخي اړيكې لري٬ په خارجه پالېسې كښې چين ډېر اهميت لري٬ پاكستان هند سره ټولې مسئلې د خبرو د لارې په حل كولو باور لري٬ د افغان مسئلې سياسي حل ضروري دے۔ هغې دا خبرې د هاورډ پوهنتون په كېنېډي سكول كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې