وفاقي وزيرانو خواجه سعد رفيق او احسن اقبال د چين نېشنل رېلويز اېډمنسټرېشن اېډمنسټرېټر لو ډانګ فو سره وليدل٬د رېلوے په مرسته خبرې اترې

اسلام آباد 27 ستمبر(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال سره د چين رېلويز اېډمنسټرېشن اېډمنسټرېټر لو ډانګ فو سره ليدلې دي ۔د رېلوے وفاقي وزير چين ته په دوره تللے دے ٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د رېلوے په اړه مرسته او په خاص توګه د اېم اېل ون كراچۍ پیښور رېلوے په پروژو خبرې اترې كړې دي۔ده هيله څرګنده كړه چې په دې پروژو به تندۍ سره كار كېږي او د بلټ ټرين په سپيډ به بشپړولې شي۔ده ووئيل د رېلوے پروژه د سي پېك كميونيكېشن اينډ انفراسټركچر بنيادي برخه ده او سيمه ايزو رابطو له اهميت لري۔د ملاقات په مهال اېم اېل ون كراچۍ پېښور رېلوې پروژې پشمول په نورو پروژو او په هغې په تندۍ سره د عملدرآمد جاج واخستلې شو۔لوډانګ فو ووئيل په سي پېك پېشرفت روان دے كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا عكاسي ده۔ هفه ووئېل دې سره به سيمه كښې معاشي پرمختګ رامخې ته شي۔په دې موقع چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد٬د رېلوے وزارت اعلٰی چارواكي او د چين اعلٰی چارواكي موجود وو۔