په سي پېك پروژه عملدرآمد روان دے٬ رېلوے پټلۍ به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ذريعه وګرځي

اسلام آباد 27 ستمبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي په سي پېك پروژه عملدرآمد روان دے٬ رېلوے بټلۍ به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ذريعه وګرځي٬وزيراعظم په ذاتي توګه د سي پیك د پروژو د پرمختګ جاج اخلي چې پكښې د توان او سترو لارو پروژې هم شاملې دي كومې به چې تر 2018 بشپړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ بيجنګ كښې د چين نېشنل رېلويز اېډمنسټرېشن اېډمنسټرېټر لوډانګ فو سره كوله ۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د كراچۍ نه تر پېښور رېلوے لائن آپ ګرېډېشن پشمول په ځينو نويو پروژو خبرې اترې شوې۔ده ووئيل سي پېك پروژې ته به پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل سي پیك سره به سيمه كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي او ګاونډيانو هېوادونو له به د چين سره تجارت كولو له اسانۍ تر لاسه شي ۔په دې موقع د چين د رېلوے وزير وفاقي وزير احسن اقبال د سي پیك پروژو كاميابۍ له د هغه ذاتي خوښه او هلې ځلې وستائېلې۔ده ووئيل د سي پیك پروژې كاميابۍ له د وفاقي وزير هڅې د ستائنې وړ دي۔