ملګري ملتونه دې د هندي وزيراعظم نرېندرا مودي او د هندي مشرانو د پاكستان په ضد د جارحانه بيانونو نوټس واخلي٬ هند پاكستان كښې د ترهه ګرو د هلو ځلو مالي مرسته كوي۔د چوهدري نثارعلي خان خبريالانو سره خبرې

چکري 26 ستمبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدری نثار علي خان په ملګرو ملتونو زور راوړې چې ھغوې د هندي وزيراعظم نرېندرا مودي او د هندي مشرانو د پاكستان په ضد د جارحانه بيانونو نوټس واخلي۔ د ګل په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان د هند دړكو نه نه ېرېږي او د هند د هر ډول جارحيت په ضد قام يو موټے دے او د ھغې به بشپړ ځواب وركوٶ۔ ده ووئيل بايد حكومت او مخالفه ډله د قامي سلامتيا په مسئله د يوالي څرګندونه وكړي ۔ وفاقي وزير ووئيل هند پاكستان كښې د ترهه ګرو د هلو ځلو مالي مرسته كوي او پاكستان د خپلې خارجه پاليسۍ له مخې د نړيوالو مسئلو خاتمې له هڅې كوي۔