اطلاعات ته د رسنې قانون ډېر ضروري دے

APP01-26 ISLAMABAD: September 26 - Federal Minister Information and Broadcasting Senator Pervaiz Rasheed along with Senator Ferhat Ullah Babar addressing to the ceremony of CRTI-RTI Champions Award 2016 in National Press Club.APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي اطلاعات ته د رسنې قانون ډېر ضروري دے٬ اولس د ووت د لارې حكومت ټاكې ٬ اطلاعات رسنې له د بل مسوده به ډېره زر منظورۍ له كابينې ته وړاندې كړې شي٬ خېبر پښتونخوا كښې د بدعنوانۍ په قيصو د پي ټي آئي نېك نامۍ نه ده زياته شوې ٬ عمران خان چې د كوم څيز نورو ته خبرې كوي بايد وړومبي ئې خپله عملي كړي۔د ګل په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې سي آر ټي آئي رائټ ټو انفارمېشن چېمپئنز اېوارډ پحقله دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل تر اطلاعات رنسې بل مسوده به منظورۍ له زر پارلمان ته وړاندې كړې شي۔ وفاقي وزير د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير پروېز خټك او د پاكستان تحريك انصاف مشر عمران خان ته ووئيل چې ھغوي خپله صوبه كښې مظلومې مېرمن عذرا آپریدۍ ته انصاف وركړي۔ ده ووئيل عمران خان دې مظلومې مېرمن ته انصاف وركړي او دا يو ټېسټ كېس دے٬ ده ووئېل د خېبر پښتونخوا د تعليم محكمې افسره عذرا آپریدۍ څوك چې محكمه كښې د بدعنوانۍ څخه د پردې پورته كولو په سوب د ملازمت څخه اخوا كړې شوې وئيلي دي زه د عمران خان خبري كنفرنس ته په دې هيله تللې وم چې انصاف به راكړي خو عمران خان د خېبرپښتونخوا حكومت په رحم او كرم پرېښودم چا چې زه د ملازمت نه اخوا كړې يم او زما د كورنۍ په ضد ئې بې بنسټه مقدمې جوړې كړې ۔ سناتور پروېز رشید ووئيل تر اطلاعات د رسنې قانون بايد عملي كړې شي ۔ده ووئيل مونږ د رياست وګړي يو او د وګړو څخه معلومات نشي پټېدې۔ ده ووئيل د دې قانون جوړېدو سره به په مېرټ كار كېږي او ګورننس به لا ښه شي ۔ ده ووئيل دې څخه وراندې مسلم لیګ (ن) پنجاب كښې دا قانون جوړ كړے او اوس به دا د وفاق په كچه جوړو۔ده ووئيل د سېنېټ اطلاعات او خپرونو لپاره د سټینډنګ كمېټۍ د لارښودنې په رڼا او مرسته دا مسوده جوړه كړې شوې او د قانون وزارت ته لېږلې شوې ده ۔ ده ووئېل د قانون وزارت د بل اصل روح په ځائ ساتلو سره دې ته قانوني شكل وركړې۔ ده ووئيل مونږ د بل قانونې ژبه لا ښه كوٶ او دې لپاره وخت پكار دے اوس دې مسودې حتمي شكل اختيار وركړې شوې ۔ وفاقي وزير ووئيل اطلاعات ته د رسنې بل كرېډټ د پاكستان اولس په غاړه دے او چا چې د آمريت په ضد او سياسي آزادۍ له هڅې كړې دغسې چې د پاكستان رياست په يو سپېځلي رياست بدل كړې شي او كومې لپاره چې دا قانون ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل زما د ژوند په ښه كارونو كښې دې بل له هڅې هم شاملې دي او په دې د عملدرآمد ورځ به د خوشحالۍ ورځ په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل اطلاعات ته د رسنې قانون جوړولو كرېډټ پارلمان ٬ د سېنېټ سټېډنګ كمېټۍ او په جمهوريت بارو لرونكو په غاړه دې ۔ د ستورې په پائې كښې خبريال اعزاز سيد او يو وګړي سرمد علي له اېوارډز وركړې شول ۔