
پېنډۍ 26 ستمبر(اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د ګل په ورځ په سركاري دوره المان ته رسېدلې دې چرته چې به ھغه د امريكائي سنټرل كمانډ له مخې د وسله والو ځواكونو مشرانو كنفرنس ګډون كوي۔ د ګل په ورځ د آئي اېس پي ار له مخې د جاري شوي بيان له مخې په كنفرنس كښې د كوربه امريكې سنټرل كمانډ کمانډر جنرال جوزف ووټل، پاکستان، افغانستان، قزاخستان، جمهوریه کرغزستان، تاجکستان، ترکمانستان او د ازبکستان د وسله والو ځواكونو مشران ګډون كوي ۔ د كنفرنس ګډون كوٶنكو د پوځې مرستې زياتوالې د خواهش څرګندونه كړې دغسې چې امنيت زيات شي او د مسئلو په ښه ډول مخنيوي وكړې شي او د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې په شريكه هڅې وكړې شي ۔ جنرال راحيل شريف خپله وېنا كښې ګډون كوونكو د منطقې د امنيتي وضعې ٬ شريكو مسئلو او ھغې په هواري رڼا واچوله ۔ سرلښكر جنرال راحيل شريف ووئيل پاکستان د بشري ځانونو او د مالي زيان پحقله ترهه ګرۍ څخه تر ټولو زيات ځپلې شوې هېواد دے٬ د پاكستان وسله وال ځواكونه د ترهه ګرو ډلو٬ د مالي مرستيالو او د خواخوږو په ضد ټول هېواد كښې كاروائۍ كوي٬ هند د كشمير غوندې تاريخي مسئلو خاتمې له راضې نه دې چې له مخې ئې تضادات پېدا كېږي۔ سرلښكر د كنفرنس كډون كوٶنكو ټولو هېوادونو او په خاص توګه افغانستان ته د خپلې بشپړه مرسته وړاندېز وكړو او وې وئيل چې منطقه كښې امن او سوكالۍ له افغانسان كښې استحكام ضروري دې كوم چې د كوتلې او شريكو هڅو له مخې ترلاسه كېدې شي