هاٶس بزنس اېډوائزري كمېټۍ د قامي اسمبلۍ د 36مې غونډې كرڼلار منظور كړه

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) هاٶس بزنس اېډوائزري كمېټۍ د قامي اسمبلۍ د 36مې غونډې كرڼلاره او اېجنډا منظور كړې ده چې له مخې به ئې غونډه تر 7م اكتوبر دوام لري۔د ګل په ورځ د سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې عونډه د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو زاهد حامد، میا ریاض حسېن پیرزادہ، چوهدري محمد برجېس طاهر، شېخ آفتاب احمد پشمول اعجاز جاکھراني، ډاکټر شېریں مزاري، اقبال محمد علي خان، شېخ صلاح الدین، مولانا محمد خان شېراني او صاحبزادہ طارق اﷲ ګډون وكړو۔ غونډه كښې د ټولو پارلماني ګوندونو په موجودګۍ كښې د قامي اسمبلۍ د 36مې غونډې د شېډول او اېجنډې جاج واخستې شو او پرېكړه وشوه چې د قامي اسمبلۍ غونډه به تر 7 اكتوبر روانه وي۔ غونډه كښې به د معمول كاروائيو پشمول په مهمو قامي چارو غور كولې شي۔