
اسلام آباد 26 ستمبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي سی پېك منصوبې څخه به منطقه كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستې شي٬ ګاٶنډي هېوادونو له به چين سره په ارزانه بيعه د تجارت موقع په لاس ورشي ٬ د پاكستان زياتېدونكو ښاريو پد چېلنجونو مخنيوي له د چين تجربې څخه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د انټرنېشنل اكنامك اېكسچېنجز اېګزېكټو وائس چيئرمېن چين شانګ سره ملاقات كښې وكړه۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې د پاكستان چين ترمېنځه د توان او انفراسټركچر په ګڼ شمېر پروژو كار روان دے خو اوس به مونږ د تعليم په اړه همكارۍته هم پام كول وي۔ په دې موقع وفاقي وزير د انټرنېشنل اكنامك اېكسچېنجز اېګزېكټو وائس چيئرمېن چين شانګ له دسمبر كښې په كلن كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه وركولو سره ووئيل د هائيډرو پاور او د سي سي آئي اي ترمېنځه قوي اړيكې جوړېدې شي ۔ د سي سي آئي اي اي چیف اېګزیکټو د سی پېك په منصوبه د كار ستائنه كولو سره ووئيل په پروژه په تندۍ سره كار روان دے۔ده ووئيل سي پېك پرژه د پاكستان او چين د دوستۍ مصالې تمونه ده او دې څخه به د منطقې اولس ته ګټه ورسي۔