سارك هېوادونو له د بډو اخستو مخ نيوي لپاره د يو فورم جوړولو اړتيا ده

APP09-26 ISLAMABAD: Septembers 26 – Federal Minister of Law, Science and Technology, Minister Zahid Hamid addressing Welcome Speech to SAARC Nations seminar on Anti Corruption ‘Say No to Corruption’ at National Accountability Bureau Pakistan. APP photo by Saeed-Ul-Mulk

اسلام آباد 26 ستمبر(اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير زاهد حامد وئېلي دي د سارك هېوادونه د بډو اخستو مخ نيوي له يو فورم جوړولو ته اړتيا لري ٬ بايد د سوئېلي آسيا هېوادونه د بدعنوانۍ په ضد د يو بل د تجربو او پوهو څخه استفاده وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سارك غړيو هېوادونو د بدعنوانۍ مخ نيوي سېمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل د سېمينار سرخط”د بدعنوانۍ مخ نيوې” زيات اهميت لري۔سوئېلي آسيا سيمه د قدرتي وسيلو څخه ډكه ده۔پھ دې كښې د ځوانانو شمېره زياته ده٬د سيمې وسائلو څخه استفادې لپاره زمونږ مشرانو درې لسيزې وړاندې سارك تنظيم جوړ كړې ؤ ۔د سارك غړيو هېوادونو سيمه كښې د وګړيو ښېګړې٬ د ژوند معيار ښه كولو٬معاشي٬سماجي او كلتوري پرمختګ له په قامي كچه د هڅو لوظ كړې ؤ ۔ ده ووئېل د سارك منشور سيمه ايز مركز٬ د اقتصادي مرستې اعلٰی او منلې شوې ادارو٬سماجي٬كلتوري او ټېكنيكل او د سائنس او قانون په څانګو كښې مرسته كول دي۔ده ووئيل سارك پھ سوئېلي آسيا كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ٬سائنس او ټېكنالوجي په اړه ښه پېشرفت كړې۔ ده ووئېل د سارك غړيو هېوادونو ترمينځه د قانون حكمرانۍ او په خاص توګه د نشه اي توكو قاچاق٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د سائبر كرائم پشمول سوئېلي آسيا ته پھ پیښو لويو امنيتي چېلنجونو د خيالاتو څرګندونه شوې چې د دغه هېوادونو مسئلې او خطرې شريكې دي۔ده ووئيل پاكستان د معاشي پرمختګ او سيمه ايزو رابطو مرسته كوي۔ده ووئيل بدعنواني د كوم يو هېواد كورنۍ مسئله نه ده٬ بايد د سارك غړي هېوادونه د بدعنوانۍ په ضد د يو بل تجربو څخه ګټه پورته كړي۔د سېمينار په كولو د پاكستان حكومت او نېب د سيمه ايزې بدعنوانۍ مخ نيوي په چارو د سيمې ايزې مرستې عمل پیل كړې۔ وفاقې وزير ووئېل نېب سره پاكستان كښې په قانون د عملدرآمد د لارې د بدعنوانۍ مخ نيوي له پوهه٬افرادي قوت او اداره جاتي نظام شته۔ده ووئيل نېب د بدعنوانۍ مخ نيوي يوې ښې ادارې په حېثيت د خبرتيا٬په قانون د عملدرآمد د لارې هېواد څخه د بدعنوانۍ ختمولو ذمه واره كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د بدعنوانۍ په ضد كنونش ترمخه نېب د پاكستان مركزي اداره ده كومه چې د نړيوالو ادارو سره په ګډه د بدعنوانۍ په ضد طار كوي۔ده ووئيل د تېرو دريو كلونو په مهال ټرانسپرينسي انټرنېشنل د كرپشن پرسېپشن انډېكس كښې د پاكستان درجه بندۍ كښې كمے كړے ۔سېمينار سره به سيمه كښې د بډو اخستو مخ نيوي هڅو ته وده ترلاسه شي۔)