د هر ډول فشار نه پرته د بډو خاتمه ضروري ده٬ كرپشن نړيواله ستونزه ده كومې لپاره چې به ټولو هېوادونو له په ګډه تږ لاره جوړول وي

اسلام آباد 26 ستمبر(اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د هر ډول فشار نه پرته د بدعنوانۍ خاتمې ضروري ده٬ كرپشن نړيواله ستونزه ده كومې لپاره چې به ټولو هېوادونو له په ګډه لائحه جوړول وي ٬ پاکستان اسيائي هېوادونو سره په ګډه معاشي او معاشرتي مضبوطيا له كردار لوبوي ٬ ده دا خبرې د بهوټان٬ هند٬ مالديپ ، نیپال او د سري لنکا سره د سارك نورو غړيو هېوادونو استازو سره وكړې څوك چې د قامي احتساب بېوور (نېب) تر سېوري لاندې د بډو خاتمې لپاره سېمينار كښې ګډون كولو لپاره پاكستان ته راغلي۔ په دې موقع د قامي احتساب بېورو چیئرمېن قمر زمان چوهدري او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د سوئيلي اسياء منطقه د اقتصادي صلاحيت او اسانيو په اعتبار سره يوه مهمه سيمه ده۔ ده ووئيل پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د بډو اخستو له امله د وسائلو ضائع كېدل د تشويش خبره ده۔ اولس مشر ووئيل د غربت خاتمې له د سارك هېوادونو او د اولس پرمختګ لپاره د بدعنوانۍ خاتمه ډېره ضروري ده ۔ ده ووئيل بډې خواره كسان دې خامخا ونيولې شي خو د هغوې په ضد پورته كوونكو ګامونو كښې دې د اختياراتو په كارولو كښې احتياط وكړې شي دغسې چې بې ګناه خلق محفوظ پاتې شي ۔ ده ووئيل سارك هېوادونو له د بدعنوانۍ خاتمې لپاره خد يو بل د تجربو نه زده كړې پكار ده دغسې چې بدعنوانه عناصر انجام ته رسولو لپاره ګامونه ګړندې كړې شي ۔ اولس مشر ووئيل نړيواله ورورولي خپل وسائل بچ كولو لپاره د بدعنوانۍ خاتمې له يو موټې دي او په دې كښې به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شې۔ ده ووئيل حكومت هېواد كښې د بډو خاتمې له هر ډول ممكنه هڅې كوي او په دې لړ كښې د فرق نه غېر كاروائۍ كوي ولې چې د پاكستان حكومت د كرپشن خاتمې له جدي دے ٬ الوس مشر ووئېل د حکومت د غوره معاشي پاليسو په سوب نړيواله ورورولي د پاكستان د اقداماتو ستائنه كوي ۔ ده ووئيل په حكومتي ادارو كښې د كرپشن خاتمې او سپېځلتيا لپاره حكومت مهم ګامونه پورته كړې دي۔ اولس مشر د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان د اسيائي هېوادونو سره معاشي او معاشرتي مضبوطيا له كردار لوبوي۔ ده ووئيل سارك هېوادونو كښې د بدعنوانۍ خاتمې له د غړو هېوادونو ترمېنځه سېمينار د وخت ضرورت دے۔ پلاوي د اولس مشر ممنون حسېن مننه كولو سره ووئيل ھغوي پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهمييت وركوي او منطقه كښې امن لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي۔