جنګ مسئلې هواروي نه بلكې زياتوي٬ زمونږ زيارتره دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزې او نړيوالې مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارېدې شي ۔د عبدالباسط ټېلي ګراف سره مركه

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) نوي ډيلي كښې د پاکستان هائي کمشنر عبدالباسط د آړي بريد نه پس د هند د جنګ د خبرو په اړه وئيلي دي چې جنګ مسئلې هواروي نه بلكې زياتوي٬ زمونږ زياتره دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزې او نړيوالې مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هند انګلسي ورځپاڼې ټېلي ګراف سره خپله مركه كښې كړې۔ د اړي بريد نه پس د هند لخوا چې د جنګ خبرې كېږي عبدالباسط دا تاثر رد كړې چې دواړه هېوادونه د جنګ په پلو روان دي۔ده ووئيل جنګ سره به ستونزې نورې زياتې شې جنګ د مسئلې حل نه دے۔ ده ووئيل اړي كښې څه شوې په دغه لړ كښې پلټنې روانې دي ٬ دې لپاره ضرورې دې چې د وخت نه وړاندې څه ونه وئيلې شي ۔ده ووئيل پاكستان د پټهان كوټ په په معامله مرسته كړې او ټولې معاملې په سم پلو روانې دي كه نيت پاك وي نو صورتحال د خرابيدو څخه بچ كېدې شي۔ ده ووئيل زه يو سفير يم او كاميابۍ له سفارت كاري خوښوم عبدالباسط د وزیراعظم محمد نواز شریف اسمبلۍ ته د وېنا په اړه ووئيل پاكستان هند سره د معمول په مرسته اړيكې غواړي او ټولې مسئلې په سوله ايز ډول هوارول غواري ۔ د اوسني صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې نازك وخت كښې سفارت كارۍ ته بايد موقع وركړې شي دا صورتحال د دواړو هېوادونو په شريكه ګټه نه دے۔ ده ووئيل اوس مهال دواړه هېوادونه خپلې اړيكې په ښه ډول جوړولې شي ۔ده ووئيل زه د جنګ په حق كښې نه يم خو په خپله سلامتيا سودا نشو كولې او د خپل هېواد به دفاع كوٶ۔