د وزیراعظم لخوا په کشمیریانو د هندي ظلمونو او د كشمير په كشاله د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې كلكه خبره خوشبينه ده۔ زاهد خان

اسلام آباد 23 ستمبر(اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو مركزي سېكترسناتور زاهد خان د وزیراعظم محمد نوازشریف لخوا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير موقف په ښه ډول د وړاندې كولو هركلې كړے۔ د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د وزیراعظم لخوا په کشمیریانو د هندي ظلمو او د كشمير په كشاله د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې كلكه خبره خوشبينه ده خو ده ووئيل مونږ له به خپلو ګاٶنډي هېوادونو سره اړيكو ښه كولو له په خپلو كورنيو پاليسو هم نظرثاني كول وي ولې چې كورنۍ پاليسۍ ښه كولو نه غېر مونږ خپلې خارجه پاليسۍ په ښه ډول نه شو جوړولې۔ ده ووئيل د هند پشمول ايران او افغانستان سره به اړيكې ښه كولو ته پاملرنه كول وي۔