
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د پاکستان معیشت په سم لوري روان شوے٬ د كال 2017م تر پاې به د برېښنا ستونزه په بشپړه توګه ختم شي٬ جم اونل آف ګولډ مېن ساكس پاكستان د 11 معیشتونو په ګروپ اېن الېون كښې شامل كړے٬ د نړۍ بهترين نړيوال كرېډټ رېټنګ اېجنسو ٬ نړيوالو مالياتي ادارو٬ اقتصادي پوهانو د تېرو دري نيمو كالو په مهال د پاكستان معيشت ښه كولو له د كاميابو ستائنه كړې٬پاکستان د توان ، تېل ٬ ګاز ، انفارمېشن ټېکنالوجي، انفراسټركچر ٬ کنزیومر ګډز، مالیاتي خدماتو او د سرمايې ماركيټ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ زړه راښكونكې موقعې لري٬ پاکستان او امریکا په تجارتي ٬ اقتصادي او د سرمايه كارې مرسته كښې پراخه موقعې لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكې پاكستان بزنس كونسل او امريكې ايوان صنعت او تجارت د اړخه په شريكه وركړې شوي مېلمستيا ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د امريكې ايوان تجارت او د امريكې پاكستان بزنس كونسل به دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې كولو او د امريكې انتظاميه او كانګرس دې ګټې ته قائل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اولس او كاروباري كسانو ترمينځه اړيكو مستحكمولو له به دا ګټوره وګرځي۔وزيراعظم ووئيل زه باور لرم چې قوي تجارتي او اقتصادي اړيكې د اولس په كچه مستحكمول د اوږدې مودې رابطو له ضروري دي۔ده ووئيل امريكا د پاكستان مهم اقتصادي او تجارتي شراكتدار دے او دا شراكتداري د دواړو هېوادونو كاروباري كسانو لپاره ګټوره ده او د پاكستان پرمختګ له هم ضروري ده۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ حجم د نړيوالو رجحاتو ترمخه نه دے۔ده ووئيل د دې خبرې حاجت محسوس د امريكې اولس مشر باراك اوباما او ما اكتوبر 2013 كښې ملاقات كښې محسوس كړے ؤ چې د راروانو پنځو كلونو په مهال دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري زياتولو له دې شريكې تګلارې جوړولو له په ګډه كار وكړې شي