
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي مليحه لودهي وئېلي دي بايد نړيواله ورورولي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو خبر واخلي او د هغوي منع كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي٬مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو كاروائۍ ټولې سيمې امن او سلامتيا لپاره خطر ګرځي ۔د زيارت په ورځ شخصي ټي وي سره خپلو خبرو كښې دې ووئيل وزيراعظم د عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپل خطاب كښې د جنګ ټكې هم نه دې كارولې٬مونږ دا ګڼو چې د جنګ ټكې كارول د غېر ذمه وارۍ څرګندونه ده خو دا ضروري ده چې د نړيوالو لارښودو سره د ملاقاتونو په مهال وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي چې په مقبوضه كشمير كښې دا وخت كوم صورتحال دے نو په هغې كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي۔ دې ووئېل د هند عسكرو پھ كشميريانو د ظلم انتها كړې او كوم ظلمونه چې هلته روان دي بايد نړيواله ورورولي نه يوازې د هغې نوټس واخلي بلكې د هغې منع كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ دې ووئېل وزيراعظم نړيوالو لارښودو ته وئېلي مونږ امن غواړو او د كشمير پشمول د ټولو مسئلو امن ناكه حل غواړو۔كومې لپاره چې وزيراعظم محمد نواز شريف د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د خپلې وېنا په مهال تجاويز هم وركړي۔دې ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو سېكتر ته چې كوم دستاويزات وركړي په هغې كښې د هند د ظلمونو تفصيلات شته او كله چې وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته په كشميريانو د هند ظلمونو په حقله عكسونه وښودل نو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په دغه عكسونو ډېر غم جن شو۔دې ووئيل مونږ په ښه ډول د كشمير مسئله رامخې ته كړې۔د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل مقبوضه كشمير كښې حالات ورځ په ورځ خرابېږي او نړيوالې ورورولۍ په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو په حقله د افسوس څرګندونه كړې۔سفيرې ووئېل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كی مون يو ځل بيا د پاكستان او هند ترمينځه د مصالحت وړاندېز هم كړې په كوم چې وزيراعظم خوښي څرګنده كړی۔د يوې بلې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل د هند د اړخه د پاكستان يوازې كېدو ادعا بې بنسټه او نا سمه ده۔وزيراعظم د تېرو 48 ساعتو په مهال د نړيوالو لارښودو سره په شويو ملاقاتونو كښې د هند دا ادعا بې بنسټه ګرځولې ۔دې ووئېل هند دا ډنډورې ځكه كوي چې وزيراعظم محمد نواز شريف په نيويارك كښې د ګڼو لارښودو سره ملاقاتونه كړي