د كشمير مسئله د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو قراردادنو له مخې د هوارولو نه غېر امن نه شي راتللې

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير مسئلې په حقله ملګرو ملتونو كښې بشپړ غږ پورته كړې او نه يوازې يې د كشمير مسئله رامخې ته كړې بلكې په دې اړه يې تجاويز هم وركړي۔د زيارت په ورځ شخصي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د خطاب نه ځانله د مهمو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه هم كړي چې پكښې هغه د كشمير مسئلې سره سره د هندي عسكرو په كشميريانو د ظلمونو خبره كړې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم نړيوالې ورورولۍ له دا باور هم وركړې چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زياتې قربانۍ وركړي خو دې سره سره هند پاكستان كښې لاس وهنه كوي بايد دا په سمدستي توګه بند كړې شي۔ده ووئيل وزيراعظم نواز شريف وئېلي مونږ امن غواړو ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ده او پاكستان تر ټولو زيات د ترهه ګرۍ ښكار دے۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ ختمولو له د هغې بنيادي وجوهاتو ختمولو ته اړتيا ده۔وياند ووئيل سيمه كښې تر هغه وخته امن نه شي راتللې تر څو چې د كشمير مسئله د كشميري اولس هيلو او د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه هواره نشي ۔ده ووئيل وزيراعظم نواز شريف خپل خطاب كښې وئېلي پاكستان د هند سره غېر مشروط خبرو اترو له چمتو دے خو په دې خبرو اترو كښې به د كشمير مسئلې ته مركزي حېثيت ترلاسه وي