اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د خارجھ چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي وزيراعظم د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړې او نړۍ ته يې په ډاګه كړی چې د كشمير مسئلې هواري نه غېر سيمه كښې امن نه شي بحالېدې۔د زيارت په ورځ شخصي ټي وي چينل سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل سيمه كښې امن له د كشمير مسئلې هوارولو ته اړتيا ده او هم دغه خبره وزيراعظم نړۍ ته وړاندې كړې۔وزيراعظم دا هم وئېلي د كشمير پشمول د ټولو مسئلو امن ناك هوارے غواړو او دې لپاره د هند سره خبرو اترو ته وړاندې هم چمتو وو او نن هم چمتو يو ٬ده ووئېل وزيراعظم محمد نواز شريف دا هم وئېلي چې خبرو كولو سره هند په پاكستان احسان نه كوي بلكې دا د دواړو هېوادونو پھ ګټه دي ځكه چې د خبرو د لارې معاملې ترسره كېدې شي