
اسلام آباد22 ستمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا وئېلي دي ټول قام او وسله وال ځواكونه د هېواد دفاع او د خپلواكۍ تحفظ له چمتو دي ٬د پاك فضائيه مشقونه د معمول برخه ده٬د اړي پېښې سره هېڅ تعلق نه لري ٬پاكستان امن خوښې هېواد دے او امن ناكه ګاونډيتوب د وزيراعظم محمد نواز شريف وژن دے٬كشمير په نړيواله كچه منلې شوې شخړه ده٬د هند تورونه رد كوو٬هند كښې د هرې پېښې نه پس د پلټنو نه غېر په پاكستان تورونه لګول د هند معمول ګرځېدلې٬بلوچستان او كراچۍ پشمول د هېواد په نورو سيمو كښې د هند د تخريبي هلو ځلو او د ترهه ګرو مالي اعانت ښكاره شواهد لرو كوم چې وړاندې هم ملګرو ملتونو ته وركړې شوي او نور ثبوتونه به هم وركولې شي۔ده د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې اونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركول۔وياند د مقبوضه كشمير اړي سيمه كښې د پېښې نه پس د صورتحال پھ حقله د يوې پوښتنې پھ ځواب ووئيل ټول قام او وسله وال ځواكونه د هېواد دفاع او د خپلواكۍ تحفظ له چمتو دي او د پاك فضائيه مشقونه د معمول برخه ده د اړي پېښې سره هېڅ تعلق نه لري ۔وياند ووئيل پاكستان امن خوښې هېواد دے او امن ناكه ګاونډيتوب د وزيراعظم محمد نواز شريف وژن دے۔وياند د اړي په پېښه په پاكستان لګولې شوي تورونه رد كولو سره ووئيل هند كښې د هرې پېښې نه پس د پلټنو نه غېر په پاكستان تورونه لګول معمول ګرځېدلې۔هند په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو څخه د نړۍ پام ګرځولو لپاره دا ډول تورونه لګوي دغسې څه موده وړاندې پھ بلوچستان كښې نيول شوي د هند را ايجنټ پھ پاكستان كښې د تخريب كارۍ او ترهه ګرو د مالي اعانت اعترافي بيان ټولې نړۍ كتلې۔وياند ووئيل مونږ وړاندې هم د هندي لاس وهنې ثبوت ملګرو ملتونو ته وړاندې كړې او چې وخت راشي نو نور ثبوتونه به هم وړاندې كوو۔وياند د اړي سېكټر په حقله د نيپال وزيراعظم سره تړلې شوې د هندي مېډيا خبرونه بې بنسټه ګرځولو سره ووئيل د نيپال وزيراعظم هاؤس د اړخه جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د هند مېډيا د نيپال وزيراعظم بيان د حقيقت څخه لرې وړاندې كړې۔د براهمداغ بګتي د هند شهريت په اړه د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل دا حقيقت هم د هند په بلوچستان كښې د لاس وهنې لپاره پوره دے۔وياند ووئيل د كشمير په حقله د نړۍ زياترو هېوادونو د كشميري اولس د حق خود ارادايت مرسته كړی۔ده ووئيل پاكستان د ټولو ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر كاروائي كوي۔د ضرب عضب عملياتو نتيجې نړۍ منلي٬پاكستان به چرې هم خپله خاوره په نورو هېوادونو كښې د ترهه ګرۍ په غرض كارولو له ورنكړي۔(