
اسلام آباد22 ستمبر (اے پي پي)د خزانې وزير اسحاق ډار وئېلي دي د وزيراعظم پھ مشرۍ كښې د 2018 پاكستان به د نن څخه زيات روښانه وي٬بايد مونږ ټول سياست يو پلو او دهرنې ختمې كړو او پاكستان مخ په وړاندې بوځو۔ده د زيارت په ورځ په پمز كښې د ينګ ډاكټرانو د اړخه پخپل اعزاز كښې يوې دستورې ته خطاب كولو۔دا دستوره د خزانې وزير د اړخه د ډاكترانو مالياتي پېكج او نورو آسانيو ښه والي لپاره راجوړه شوې وه۔د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري٬د شهيد ذوالفقارعلي بهټو مېډيكل پوهنتون پمز وائس چانسلر پروفيسر جاوېد اكرم٬د پاكستان آډيټر جنرل رانا اسد امين او د ينګ ډاكټرز اېسوسي اېشن عهديداران هم په دې موقع موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل د اوسني حكومت اصلاحاتي ايجنډې په نتيجه كښې پاكستان معاشي استحكام ترلاسه كړی او نن پاكستان ته نړۍ د قدر په سترګه ګوري۔ده ووئيل كه هېواد دا ډول پرمختګ روان وساتلو نو د غېر ملكيانو نيغ په نيغه سرمايه كارۍ لپاره به هېواد دوهم ښه ځائ جوړ شي۔ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد ښه والي پلو روان دے او په نړيواله كچه د هېواد په 2050 كښې د اتلسم لويې معيشت جوړېدو پېشنګوائۍ كېږي۔ده ووئيل زه دا وئېل غواړم چې سياست يو پلو كړو او دهرنې ختمې كړو او په ګډه پاكستان مخ په وړاندې بوځو۔د خزانې وزير ووئيل زمونږ حكومت غېر پرمختيائي خرڅونه كم كړي او د سماجي تحفظ څانګې لپاره يې فنډ زيات كړې۔ده د تربيې لاندې پوسټ ګريجوېټ ريذيډنټس لپاره مياشتنيزه وظيفه 73 زره او هاؤس آفيسرز لپاره 40 زره روپۍ د مياشتې كولو اعلان وكړو۔دا زياتوالې به د وفاقي حكومت د سيوري لاندې د ټولو روغتونونو ډاكټرانو لپاره وي۔ده ووئيل د پوسټ ګريجوېټ ريذيډنټس لپاره د تربيې په لړ كښې 100 نورې چوكۍ او د هاؤس آفيسرز لپاره 45 چوكۍ زياتولې شي۔ده ووئيل وزيراعظم په ټول هېواد كښې د 39 جديدو روغتونونو جوړولو اصولي منظوري وركړې چې پكښې به درې روغتونونه د اسلام آباد كښې جوړولې شي۔ده ووئيل د حكومت د هڅو په نتيجه كښې لوډشېډنګ كم شوې او په دې كښې د 25 زره مېګاواټ په پروژو كار روان دے۔د دې نه وړاندې شهيد ذوالفقارعلي بهټو مېډيكل پوهنتون پمز وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر جاوېد اكرم د ينګ ډاكټرانو د اړخه په اعزازيه كښې د زياتوالي غوښتنې په پوره كولو د خزانې وزير اسحاق ډار مننه وكړه۔