اسلام آباد22 ستمبر (اے پي پي) د قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم خاص سلاحكار لېفټيننټ(ر)ناصر جنجوعه سره د المان سټېټ سېكتر سټفن سټين لين د زيارت په ورځ ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر جنجوعه د المان سټېټ سېكتر د ګاونډي هېواد افغانستان كښې امن راوستلو لپاره د پاكستان د كردار نه خبر كړو او د دې عزم څرګندونه يې وكړه چې پاكستان كښې امن لپاره افغانستان كښې امن راوستو ته اړتيا ده او دې لپاره مونږ كوټلې هڅې كوو۔قامي سلاحكار په سيمه كښې ستراتېژېكي توازن په اهميت زور راوړولو سره ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د پاكستان او هند په اړه يو ډول سلوك خپل غواړي ۔ده په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو څخه هم د المان سټېټ سېكتر خبر كړو۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ لپاره په هلو ځلو كولو په كشميري اولس هند ظلمونه كوي او په دې پاكستان سخت تشويش لري بايد نړيواله ورورولي او په خاص توګه المان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې هواري له كردار ترسره كړي۔ده د المان سټېټ سېكتر د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ چېلنج مخ نيوي له د حكومت د اړخه د پورته كړې شويو ګامونو نه هم خبر كړو۔د المان سټېټ سېكتر سيمه ايز امن او استحكام له د پاكستان كردار ستائېلو سره ووئيل سيمه كښې امن لپاره شريكو اقداماتو ته اړتيا ده۔ده ووئيل المان به د پاك هند كړكېچن صورتحال ښه كولو له مرسته كوي