د وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا متوازن او موثره وه

اسلام آباد22 ستمبر (اے پي پي)پخواني خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا متوازن او موثره وه چې پكښې هغه ټول مسائل احاطه كړي شوي د كومو چې اوسني حالات تقاضا كوي۔تېره ورځ شخصي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير مسئله هم په ښه ډول وړاندې كړې او د پاكستان تاريخي موقف يې بيان كړی۔ده ووئيل پھ مقبوضه كشمير يو تفصيلي بيان رامخې ته شوې كوم چې د پاكستاني اولس د هيلو ترجماني كوي۔پخواني خارجه وزيرې حنا رباني كهر هم د وزيراعظم نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا ستائېلو سره ووئيل عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف وېنا ښه او متوازن وه۔وزيراعظم محمد نواز شريف د مقبوضه كشمير اوسنې صورتحال٬پاكستان او هند اړيكو او د ترهه ګرۍ پشمول ټولې مسئلې په ښه ډول وړاندې كړې دي