اسلام آباد22 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)د قامي اسمبلۍ غړي او د كشمير چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن ملك ابرار احمد وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئله په ښه ډول وړاندې كړی ده ۔تېره ورځ اے پي پي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه كشميريانو له د حق خود ارادايت وركولو لپاره غږ پورته كړې۔هغه خپل خطاب كښې په نړيواله ورورورلۍ زور راوړې چې د كشمير مسئلې هواري له خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل وزيراعظم نړۍ په مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه كشميريانو په ضد د ظلم او د بشري حقونو خلاف ورزيو نه خبر كړي۔ده ووئيل وزيراعظم نواز شريف تېرو څو كلونو راهسې پرله پسې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئله پورته كوي