
ملګري ملتونه 12 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي ملګري ملتونه دې د كشمير كشالې هواري له كردار ترسره كړي٬هند ته دې د مقبوضه كشمير نه د عسكرو ويستلو ووئېلې شي٬كشميريان د 70 كلونو راهسې د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې هواري ته سترګې په لار دي٬د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه دې كشميريانو له په سپيځلې ډول حق خود اراديت وركړې شي٬پاكستان د كشميريانو د حق خود ارادايت مرسته كوي٬هند ته د ټولو شخړو هواري له يو ځل بيا د خبرو اترو بلنه وركوو٬ترهه ګري نړيواله مسئله ده بايد د ترهه ګرۍ په ضد شريكې هڅې وكړی شي٬د انصاف نه غېر په نړۍ كښې امن نه شي راتللې٬پاكستان تر ټولو زيات د ترهه ګرۍ ښكار دے٬نړيوالې ورورولۍ هم منلې چې افغانستان كښې امن د روغې جوړې د لارې ممكن دے٬د پاكستان وسله والز ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد ځانګړې قربانۍ وركړي۔د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپل خطاب كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل پوځي طاقت كارول د افغانستان د مسئلې لار نه ده٬افغانستان كښې د 35 كلونو كورني جنګ اثرات په پاكستان پرېوتې ٬پاكستان د هند سره امن غواړي٬هند خبرو اترو له وړاندې نه شرطونه اېښودي۔ پاكستان او هند ترمينځه خبرې اترې د دواړو هېوادونو په ګټھ كښې دي ٬ ده ووئېل د كشمير مسئلې هواري نه غېر پاكستان او هند كښې امن نه شي راتللې٬د كشميريانو نوې نسل د هندۍ قبضې په ضد ودرېدلې۔ده ووئيل د لويو قواؤ ترمينځه سيالي په اختلاف بدلېږي٬په نړۍ كښې غريبي او مسئلې زياتېږي۔ وزيراعظم ووئېل د پرمختګ سره نړۍ كښې غريبي هم شته۔وزيراعظم ووئيل زمونږ د حكومت په دريو كلونو كښې معاشي ښه والې راغلې۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد عملياتو كښې دوه لكه څخه زيات عسكر په ځائ كړي٬د پاكستان وسله والو ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد كاميابۍ ترلاسه كړي٬ ده ووئېل د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د پورته كړی شويو ګامونو مثبتې نتيجې رامخې ته شوي٬ضرب عضب عمليات د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو لويې كمپائن دے۔وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو يو فېكټ فائنډنګ كمېسون دې جوړ كړی شي كوم چې مقبوضه كشمير ته لاړ شي او د هندي عسكرو د ظلمونو جاج واخلي۔ ده غوښتنه وكړه سلامتي كونسل دې د مقبوضه كشمير وګړيو له د آزادۍ حق خود ارادايت لپاره په خپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي۔د هند د لاسه شهيد شوي برهاني واني د كشميريانو لپاره مثال ګرځېدلې ٬ وزيراعظم ووئېل هندي عسكر د بې ګناه كشميريانو په ضد پېلټ ګن كاروي٬هندي عسكرو 100 څخه زيات كشميريان شهيدان كړي۔پاكستان به ملګرو ملتونو ته د هند د اړخه د بشري حقونو د خلاف ورزيو ثبوت وركړي٬ ده ووئېل پاكستان د كشميريانو د حق خود اراديت بشپړه مرسته كوي٬بايد د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه هواره كړې شي٬ملګرو ملتونو كشميريانو له دا حق وركړې۔په مقبوضه كشمير كښې مشران٬مېرمنې او ماشومان د سترګو څخه محرومه كړي شوي ٬ ده ووئېل مقبوضه كشمير كښې د هندي تورو قوانينو غندنه كوو۔كشميري اولس د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد له 70 كاله انتظار كړې٬نړيواله ورورولي دې هند ته د مقبوضه كشمير څخه د عسكرو ويستلو لپاره اووئي۔ وزيراعظم ووئېل پاكستان سيمه كښې امن او ا ستحكام غواړي٬په مقبوضه كشمير كښې د اوږې مودې راهسې د روانې كرفيو غندنه كوو۔د كشمير مسئلې هواري له د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د بيان هركلے كوو٬ وزيراعظم ووئېل هند ته يو ځل بيا د ټولو مسئلو هواري له د خبرو اترو بلنه وركوو