جاپان دې په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو خاتمې له خپل كردار تر سره كړي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف

APP86-20 NEW YORK: September 20 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif shaking hand with Japanese Prime Minister Shinzo Abe. APP

ملګري ملتونه 20 ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي کشمیریانو ته بائد د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپل منزل ټاكنې بايد اجازه وركړې شي ٬ جاپان دې په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو خاتمې له خپل كردار تر سره كړي ٬ د جاپان وزیراعظم د مقبوضه کشمیر په اوسنۍ وضعه د تشويش څرګندونه كړې ۔د نهې په ورځ وزیراعظم محمد نواز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې په موقع د جاپان خپل همڅنګ شنزو اېبے سره ملاقات كړې ۔ ده ووئيل نړيوالې ورورلۍ چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو د لارې كشميريانو سره كوم لوظونه كړې بايد سر ته ورسولې شي ۔ وزیراعظم ووئيل جاپان د پاکستان نزدې ملګري او پرمختيائي شراكت دار دے۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ زياتې موقعې لري د كومو نه چې جاپان استفاده كولې شي۔ ٬ د وېلیو اېډډ ګډز د پېداوار استعداد څخه هم جاپان ګټه پورته كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل جاپان د پاکستان لوې تجارتي ملګرې او د كلن تجارت حجم ئې يو ارب 86 كروړه ډالره دے كوم چې نور زياتولو ته اړتيا لري ۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د ترهه ګرۍ خاتمه له د ضرب عضب عملياتو او د نېشنل اېکشن پلان عملي كېدو څه د ترلاسه كاميابيو په سوب هېواد كښې امن بحال شوے ٬ معیشت وده كړې او هېواد د توان په لړ كښې د خودكفالت په لور روان دے۔ ده ووئيل دا ټولې كاميابۍ د بهرنيو سرمايه كارو باور بحالولو او پاکستان سرمايه كارۍ له د آئيډيل ځائ جوړولو لپاره مرستيالې ګرځېدلې۔ د جاپان وزیراعظم د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د هلو ځلو ٬ اقتصادي اصلاحاتو او د وزیراعظم د منطقې استحكام او د اولس سوكالۍ لپاره ګاٶنډي هېوادونو سره د ښه اريكو عزم او امن لپاره د مرستې د لوظ پخلے وكړو ۔ده كوئټه او نورو ښارونو كښې د ترهه ګرۍ اوسنيو پېښو په سختو ټكو غندنه كولو سره په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو په جزيره نما كوريا كښې په ترسره شوې اوسني ډوېلپمنټس هم د تشويش څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل پاکستان د قطبي کوریا لخوا د اوسني نيوكليئر ټېسټ سخته غندنه كوي او په شمالي كوريا زور رواړي چې ھغوې د نړيوالې لوظنامې پالنه وكړي۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايز صورتحال په خاص توګه د هند او افغانستان په تناظر غور وشو۔ د افغانستان پحقله وزیراعظم د جاپان خپل همڅنګ د پاكستان امن او تفاهم لپاره د شويو هلو ځلو نه خبر كړو او دا عزم ئې څرګند كړو چې يو مستحكم او سوكاله افغانستان زمونږ خوښه ده۔ د جاپان وزیراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اوسنې دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده ۔ دواړو لارښودو دوه اخيزه اريكو ته لا وده وركولو له د اعلٰې كچ ملاقاتونه زياتولو ته هم سلا شول ۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه آخري ملاقات په ستمبر كال 2013 كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 68مې غونډې په موقع شوې ؤ۔