د جوائنټ چېفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرال راشد محمود د انډونیزيا ډیفنس فورسز چیف ګاټوټ نورمنټو سره وليدل

پينډۍ 20 ستمبر (اے پی پی) د جوائنټ چېفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرال راشد محمود د انډونیزيا ډیفنس فورسز چیف ګاټوټ نورمنټو سره ليدلې دي ۔ د آئی اېس پی آر له مخې د جوائنټ چېفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرال راشد محمود څوك چې دا مهال د انډونیزيا په سرکاری دورہ تللے دے د نهې په ورځ د انډونیزيا ډیفنس فورسز چیف ګاټوټ نورمنټو سره ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ، په شريكه مرسته ، جیو سټرټیجك صورتحال پشمول په نورو چارو غور وكړے شو ۔ دواړه د وسله والو ځواكونو ترمينځه شريكې مرستې زياتولو ته سلا شول ۔ د انډونیزيا ډیفنس فورسز چیف ګاټوټ نورمنټو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ قربانۍ وستائلې۔ د جوائنټ چېفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرال راشد محمود دې نه وړاندې د انډونیزيا سیاسی، قانونی او امنيتي چارو رابطې وزیر جنرال (ر) ورینټو سره هم ليدلي۔ جنرال راشد محمود چې كله د انډونیزيا د پوځ هيډ کوارټرز ته ورسيد نو هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔