بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد اثاثه ده۔ رانا تنوير حسېن كېپ ټاٶن كښې پاكستانيانو سره خبرې

APP54-20 CAPE TOWN: September 20 - Rana Tanveer Hussain, Federal Minister for Defence Production addressing the representatives of Pakistani community in Cape Town, South Africa. APP

اسلام آباد 20 ستمبر(اے پي پي)د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد اثاثه ده او د پاكستان په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ وفاقي وزير دا خبرې کیپ ټاؤن (جنوبی افریقه) كښې د مېشته پاکستانیانو سره وكړې ۔ ده ووئيل اوسنې حکومت بهر هيوادونو كښې د مېشته پاکستانیانو ښېګړې ته پام لرنه كوي دغسې بهر هيوادونو كښې د مېشته پاکستانیانو ترسیلات زر سره زمونږ معشیت لا مستحکمېږي۔ ده ووئيل حکومت په ترجیحی بنیادونو د توان په كمي ٬ په ترهه ګرۍ قابو موندل او د کراچۍ وضعه ښه كړې ۔ ده ووئيل هم دغه وجه وه چې د پاکستان په معشیت منفی اغيز مرتب شوے ؤ۔ ده ووئيل حکومت د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره ضرب عضب عمليات پيل كړي ٬ د فاټا پشمول د نورو سيمو څخه ترهه ګر ختم كړې شوي ۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې اولس بشپړه مرسته كړې ۔ د اقتصاديات په اړه ده ووئيل د جی ډی پی شرح نمو زياته شوې او راروانو كلونو كښې به د جی ډی پی شرح نمو نوره هم زياته شي۔وفاقی وزیر رانا تنویر حسېن ووئيل د مسلم لیګ (ن) په حکومت كښی پھ وړومبي ځل د پاکستان سټاك ایکسچینج 40 زره پوائنټس څخه زيات شوې۔ ده ووئيل د پاك چین اقتصادی راهدارۍ پروژه د پاکستان معیشت لپاره يو ګیم چینجر دے۔ ده په جنوبی افریقه كښی د مېشته پاکستانیانو او جنوبی افریقې وګړو ستائنه كولو سره ووئيل د دواړه هيوادونو اولس ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې به تجارت له ګټه ورې وګړځي۔ ده بهر هيوادونو كښې مېشته پاکستانیانو له د ووټ حق وركولو ملاتړ وكړو