د بې طرفه هېوادونو د مشرانو په 17مه غونډه كښې پاكستان د خپلواكۍ حق لپاره د كشميري اولس د روانو هڅو د رياستي جبر د لارې د ختمولو سخت مخالفت وكړو

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د بې طرفه هېوادونو د مشرانو په 17مه دوه ورځنې غونډه په وېنزوېلا كښې پاې ته ورسېده۔ په غونډه كښې پاكستان د خپلواكۍ حق لپاره د كشميري اولس د روانو هڅو د رياستي جبر د لارې د ختمولو سخت مخالفت وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ستمبر په 17مه او 18مه نېټه په وېنزوېلا كښې د مشرانو په دې دوه ورځنې غونډه كښې د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز په مشرې كښې پاكستاني پلاوي نمائندګي وكړه۔ د مشرانو د غونډې په پاې كښې اعلاميه جاري كړې شوه۔ په دې موقع د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز ووئيل چې د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د قرادادونو له مخې حل كړې شي۔ ده ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې امن لپاره د كشمير د مسئلې حل ضروري دے۔ ده په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزې هم په ګوته كړې او د هر ډول ترهګرې ئې سخت مخالفت وكړو۔ ده د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان په قربانيو او د ترهګرې لعنت خاتمې لپاره په هڅو او كاميابو هم رڼا واچوله او وې وئيل چې پاكستان د دې تنظم هېوادونو ته د خپلو تجربو نه د استفاده كولو بلنه وركوي۔ د مشرانو په دې كنفرنس كښې د يو شمېر هېوادونو مشرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په فلسطيني اولس د ظلم غندنه هم وكړې شوه۔ اوس به وېنزوېلا درې كاله د دې تحريك مشري كوي او په كال 2019م كښې آزربائيجان ته مشري وركړې شي۔