پاکستان آذربائیجان سره خپله شراکت داری او د ملګرتيا نزدې اړيكو ته زیات اهمیت وركوي

اسلام آباد 26 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې پاکستان آذربائیجان سره خپله شراکت داری او د ملګرتيا نزدې اړيكو ته زیات اهمیت وركوي او د دفاع، توان ، تجارت او اقتصاد په ځانګو كښې په شريكه توګه ګټورو اړيكو ته د ودې وركولو خوښي لرو۔ ده دا خبرې د آذربائیجان د دفاعی صنعت وزير یاور جمالوف سره د نهې په روځ په وزیراعظم هاؤس كښې په خپلو خبرو كښې وكړې