زمونږ د ټولو اقداماتو مقصد د اولس څوكالي ده٬حكومت په پرمختيائي ايجنډا عمل كوي

APP13-10 ISLAMABAD: September 10 - Leader of the House in Senate Raja Zafar Ul Haq called on Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif at PM House. APP

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د برېښنا٬ګاز او انفراسټركچر پروژې بنيادي مقصد د اولس د ژوند معيار ښه كول دي٬ حكومت هېواد څخه د برېښنا او ګاز كمي لرې كولو له چمتو دے٬د اقتصادي راهدارۍ پروژې سره به د سيمې تقدير بدل شي٬زمونږ د ټولو اقداماتو مقصد د اولس څوكالي ده٬حكومت په پرمختيائي ايجنډا عمل كوي۔ده د خالي په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق سره د ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندونه كوله۔وزيراعظم ووئيل د توان روانو پروژو سره به لوډشېډنګ ختم شي٬هېواد كښې د امن وضعه تر ډېر حد ښه شوې۔ده ووئيل د ټېكس محصولات زيات شوي٬حكومت هېواد څخه د برېښنا او ګاز كمي لرې كولو له چمتو دے٬حكومت د توان په څانګه كښې نوې سرمايه كاري كړې چې ورسره به نه يوازې لوډشېډنګ ختم شي بلكې د دې پروژو بشپړېدو سره به اولس ته ارزانه برېښنا هم ترلاسه شي۔ده ووئيل د ګاز په څانګه كښې اصلاحاتو سره به معيشت هم ښه شي٬د نړيوالو مالياتي منډيو په پاكستان باور زيات شوې٬ده ووئيل د حكومت پرمختيائي ايجنډې سره به اقتصادي هلې ځلې زياتې شي٬د روزګار موقعې به پېدا شي او غريبۍ ختمولو كښې به مرسته وشي۔په دې موقع راجه ظفرالحق د وزيراعظم قيادت وستائېلو