د فاټا اصلاحات 2016 په اړه د كمېټۍ راپور قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شو

اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي) فاټا اصلاحات 2016 لپاره د كمېټۍ راپور قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوې دې دغسې د كمېټۍ مشر سرتاج عزیز ووئيل كمېټۍ د 7 اېجنسو دوره كړې وه ٬ د دوي په وړاندې فاټا خېبر پښتونخوا كښې ضم كول ٬ جلا صوبه جوړول٬د ګلګت بلتستان په طرز د واكمنۍ حق وركولو يا موجوده حالت په ځائ ساتلو سره څلور آپشن راپور كښې ښودلې شوي خو زياتره كسانو په خېبرپښتوانخوا كښې د ضم كولو ملاتړ كړے۔ د جمعې په ورځ خپلو خبرو كښې سرتاج عزيز ووئيل د پاكستان جوړېدو نه تر اوسه فاټا سختو حالاتو سره مخ ده او د نائن الېون نه پس فاټا كښې ناامني او نورې مسئلې زياتې شوې ۔ ده ووئېل د وزيراعظم لخوا جوړې كړې شوې كمېټۍ په 6 مياشتو كښې د 7 اېجنسيو دوره كړې٬ ده ووئېل د ايحنسې او اېف آر ملكانو سره خبرې شوې مونږ ھغوې ته 4 واړه ياد شوي وړلاندېزونه مخې ته ايشې دي خو د ټول عمل نتيجه دا راوتله چې فاټا دې په خېبرپښتنونخوا كښې ضم كړې شي۔ ده ووئيل دا كار په سمدستي توګه نشي كېدې بايد وخت وركړې شي ٬ فاټا كښې بلدياتي ټاكنې وكړې شي او د هائي كورټ او سترې محكمې دفترې پرانستلې شي ٬ ده ووئېل امنيت دې ښه كړې شي ٬د لېويز شمېرې او د زده كوٶنكو كوټه د زياتولو تجويز هم وركړې شوې۔سرتاج عزيز ووئيل مونږ راپور ايوان ته وړاندې كړې او په دې د خبرو نه پس نور وړانديزونه رامخې شي۔