پھ امنيتي چارو سياست نه دې پكار٬د ترهه ګرۍ پیښې ښكاره كمې شوي دي خو له جنګ ختم نه دې

اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي پھ امنيتي چارو سياست نه دې پكار٬د ترهه ګرۍ پیښې ښكاره كمې شوي خو لا جنګ ختم نه دے٬استخبارتي ايجنسۍ د پاكستان د بقاﺀ لپاره جنګېږي٬پوځ او پوليس د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې٬په راروانو څو مياشتو كښې به د ترهه ګرۍ جنګ منطقي انجام ته رسولې شي٬په استخبارتي معلوماتو د 20 نه زيات عمليات شوي چې پكښې پھ زرګونو خطرناك ترهه ګر نيولې شوي٬د ترهه ګرۍ ناسور تر ختمولو به په قلاره نه كينو۔د شورو پھ ورځ سېنېټ كښې د كوئټې او مردان په پیښو د بحث راغونډولو پھ مهال ده ووئيل د كوئټې او مردان پھ خفګاني پېښو سېنېټ كښې خوږې او ترخې خبرې شوي٬غړو پھ تفصيل سره خبرې كړی دي٬دا د غړيو حق دے چې د خپل سوچ ترمخه خبرې وكړي۔زه د دوي د رايو احترام كوم٬ده ووئيل د كوئتې او مردان د پیښو زه غندنه او د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوم۔ده ووئيل د جهانزېب جمالديني د زلمي زوي پھ مرګ غم جن يم او د ده د وېنا نه متاثره شوې يم٬ ده ووئېل د انسان د ژوند هېڅ قيمت نشته٬د مور او پلار پھ لاسو د اولاد مړي پورته كېدل او جنازې وچتول لوې آزمېښت دے۔ده ووئيل زه د شهيدانو كورنيو ته پیرزوئنې وړاندې كوم او د هغوي د صبر لپاره دعا كوم۔ده ووئيل د استخبارتي څانګو ٬پارلمان ٬حكومت او د اولس لويه ذمه واري ده چې د كومې ترهه ګرۍ سره مخ يو پھ دغې كښې دښمن مخامخ نه دې ٬داسې نه ده چې ځواكونه يو بل ته مخامخ دي او د جنګ پھ قوانينو عمل كېږي۔ده ووئيل د امنيت په اړه د خپل موقف نه يو خوا خبره كول پكار ده او د قامي موقف ترمخه د انصاف تقاضو ترمخه كه تجزيه وكړې شي نو دا خبره رامخې ته كېږي چې د 2006 نه 2013 وضعه پرله پسې مخ پھ ښه كېدو ده۔ده ووئيل د امريكې شمېرو ترمخه 2015 پاكستان كښې د ترهه ګرو پھ بريدونو كښې په حق رسېدليو پیښې 39 فيصده كمې شوي او دغسې ترهه ګر بريدونه 54 فيصده كم شوي دي چې پكښې زمونږ پوليس٬ايجنسۍ٬پوځ او د امنيتي ادارو كردار مسلم دے۔ده ووئيل چې كله سېنېټ ما راوغواړي د هرې ترخې خبرې به ځواب وركوم او غړي دې هم پھ دلائل خبره كوي۔ده ووئيل پښتونخوا ملي عوامي ګوند په وفاق او صوبو كښې حكومت لري ٬ګورنر اچكزئي د پښتون كېدو په سوب ګورنر نه دې بلكې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر ورور په سوب ګورنر ټاكلې شوې او هغه د وفاق نمائنده دے۔