افغانستان سره د پېوستې پوله محفوظولو لپاره د اېف سي سپېشل ونګ جوړولو پرېكړه

پېښور07 ستمبر(اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر انجینئراقبال ظفرجھګړا وئيلي دي فاټا كښې به اصلاحات د قبائيلي اولس د هيلو له مخې كولې شي او په دې لړ كښې كوټلې لائحه عمل وضع كولو له هر ډول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ګورنر هاٶس پېښور كښې د فاټا اصلاحاتو كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په دې موقع د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز، د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پروېزخټك ، د وزیراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصرجنجوعه، سينئر وزيران عنایت اللہ، او سکندرخان شېرپاؤ، د خېبرپ ښتونخوا اعلٰې وزير سلاحكار مشتاق غني، چيف سېكتر امجد علی خان، د سېفران سېكتر ارباب شهزاد، د خېبر پښتونخوا پوليس آئي جي ناصردراني او د فاټا اے سي اېس فدا وزیر سره سره اړوند چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ سرتاج عزیز د غونډې په موقع د فاټا اصلاحاتو په لويو لويو چارو رڼا واچوله او دې سره سره ئې د ځينو چارو د پېشرفت هم ذكر وكړو۔ ده ووئيل فاټا كښې د زمكو اصلاحات او د اېف سي آر قانون په ځائ د Trible Areas Rewaj Act نافذ كولو هم د اصلاحاتو كمېټۍ ووئېلې دي ۔ده ووئيل دغسې د هائي كورټ ماتحت عدليه نظام رائج كول او قبائيلي سيمو كښې په وړومبي پړاٶ كښې د بلدياتي ټاكنو كولو تجويز هم شته ۔ غونډې ته سر تاج عزيز ووئېل شول وفاقي حکومت افغانستان سره پېوست پوله محفوظولو لپاره د اېف سي سپېشل ونګ جوړولو پرېكړه كړې ده او فاټا كښې پرمختيائي عمل ګړندې كولو او سړكونه ٬ سكولونه او كالجونه جوړولو له هم په لس كلنه منصوبه عمل كولې شي او دې لپاره به فنډ وفاقي حكومت وركوي۔غونډه كښې د خېبر پښتونخوا وزیراعلی پروېزخټك، صوبائي وزيرانو عنایت اللہ او سکندرخان شېرپاؤ هم فاټا اصلاحاتو عمل په سمدستي توګه كوټلې جوړولو له ځينې وړاندې وركړل۔