
اسلام آباد 07 ستمبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل دي راتلونكو لسو كالو كښې به لس زره پي اېچ ډي سكالران په بېړنۍ توګه رامخې ته كوو ٬ د پاکستان د سباٶن كوركمانډران وائس چانسلران دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ منصوبه بندۍ كمېسون كښې د پاكستان امريكې نالج كورېډور لپاره د پلان آف اېكشن جوړولو په لړ كښې د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې د اېچ اي سي چيئرمېن او د پوهنتونونو وائس چانسلرانو ګډون وكړو۔ وفاقي وزیر ووئيل اېچ اي سي لپاره به د راتلونكو لسو كالو روډ مېپ جوړولې شي ٬ د قامي كچ يو كنفرنس به كولې شي چې پكښې به اېچ اي سي لپاره روډ مېپ جوړولې شي۔