
اسلام آباد 07 ستمبر(اے پي پي) پاکستان د شورو په ورځ د افغانستان په پايه تخت كابل كښې په مرستندويه ادارې د ترهه ګرۍ بريد غندلو سره په بشري زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان تېره ورځ كابل كښې په مرستندويه ادارې د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو غندلو سره په قېتمي ځاني زيان افغان دولت ٬ اولس د حق رسېدليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا كړې ده ۔ وياند ووئيل پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔