
اسلام آباد 07 ستمبر(اے پي پي) د قامي شناختي كارډونو د تصديق كمپائن پھ مهال د يو هندي وګړي پشمول 1685 غېرملكيانو پخپله خوښه د پاكستان قامي شناختي كارډونه ستانه كړي دي۔ د كورنيو چارو وزير اړوند چارواكو ته هدايت كړے چې قاضيانو٬مېډيا هاؤسز٬د وسله والو ځواكونو آفيشل٬پارلماني غړو له دې د وسلې لائسنس جاري كولو پالېسي جوړه كړې شي۔ د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې امنيتي غونډه وشوه چې پكښې داخله سېكتر٬خاص داخله سېكتر٬د نادرا چيئرمېن او د وزارت چارواكو ګډون وكړو۔ د داخله وزير چوهدري نثار خان په هدايت قامي سلامتيا لپاره د پیل كړی شوي كمپائن نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي چې ترمخه يې د يو هندي وګړي پشمول 1685 غېرملكيانو پخپله خوښه د پاكستان قامي شناختي كارډونه ستانه كړي دي۔ داخله وزير هدايت كړې چې د نادرا داسې چارواكي كومو چې غېر ملكيان د نادرا په ډېټا بېس كښې شامل كړي او داسې كسانو له يې جعلي شناختي كارډونه جاري كړي د هغوي په ضد دې قانوني كاروائي پیل كړی شي۔ داخله وزير چوهدري نثار علي خان د كورنيو چارو وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د وسلو لائسنسونو جاري كولو له دې پالېسي جوړه كړي۔ داخله وزير ووئيل د وزارت د اړخه بايد د اعلٰی عدالتونو قاضيانو٬مېډيا هاؤسز ٬ د وسله والو ځواكونو آفيشل٬پارلماني غړو له د وسلې لائسنس جاري كولو پالېسي جوړه كړې شي۔ داخله وزير ووئيل چې اوسنې كمپائن د قامي سلامتيا معامله ده بايد دا پالېسي تر بشپړېدو روانه وساتلې شي۔ د نادرا د اړخه ووئيل شو چې تر دې وخت د 6 كروړه 79 لكه قامي شناختي كارډونو تصديق شوې چې پكښې 18 زره غېر ملكيان رامخې ته شوي۔ داخله وزير د اولس د اړخه په دې كمپائن ردعمل وستائېلو۔ داخله وزير په دې موقع نادرا ته د غېر ملكيانو په حقله د خبرولو پالېسۍ ترمخه 45 وګړو له د انعام منظوري هم وركړی۔