
اسلام آباد 07 ستمبر(اے پي پي) د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د پاكستان سټيل ملز ملزمانو له د اختر نه وړاندې د تنخاګانو وركولو لپاره د 76 كروړه روپو جاري كولو منظوري وركړی۔ د اي سي سي غونډه د خزانې وزير اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پاكستان سټيل ملز ملازمانو له د دوو مياشتو تنخاګانو وركولو لپاره د 76 كروړه روپو جاري كولو منظوري وركړې شوه۔ دا پريكړه د لوي اختر ترمخه د ملازمانو آسانيو لپاره د خزانې وزير په سپارښتنه د سټيل ملز ملازمانو آسانيو لپاره شوې۔ اقتصادي رابطه كمېټۍ د پیټروليم وزارت د اړخه پي اېس او له موجوده پراډكټ خرڅولو او د فرنس آئل و جيټ فيول سپلائي لپاره د كويت پیټروليم كارپورېشن سره د خريدارۍ لوظ نامې ته حتمي شكل وركولو اجازې په حقله د سمرۍ منظوري هم وركړه