
چترال 07 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي مونږ به ټول په ګډه د پاكستان خدمت كوٶ٬ د مخالفينو د ډنډورو پرواه كولو نه غېر به د پرمختګ سفر روان ساتو٬ چترال سره ډېره مينه لرم٬ لواري ټنل به تر جون 2017 بشپړولې شي٬ پرمختيائي منصوبې د څوكالۍ منزلونه دي ٬د سيمو د سلو نه زياتو كليو ته به برېښنا وركولې شي٬ د وزیراعظم هېلت پروګرام له مخئ به د 250 كټونو روغتون جوړولې شي٬ احتجاجي سياست كوٶنكې اولس په هر ځائ رد كړې دي۔د شورو په ورځ اولسي غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل زه د چترال اولس سره دومره مينه لرم څومره چې ھغوي ما سره ۔ده ووئيل د لواري ټنل سره سره به د 17 اربه روپو په لګښت سترې لارې جوړولې شي۔ده ووئيل مونږ په زړوڼو كښې بغض نه لرو څوك چې چرته د اولس مېنډېټ لرې احترام مو كړې دې كه مونږ بغض لرلو نو صوبو كښې به مونږ حكومتونه جوړ كړې وو۔ وزیراعظم ووئيل چترال كښې به پوهنتونونه جوړولې شي٬ د وزیراعظم هېلت پروګرام له مخئ به د 250 كټونو روغتون جوړولې شي او په دې په كار ډېر زر پورې كړې شي او زياتره منصوبې تر كال 2018 به بشپړولې شي٬ ده ووئېل د كال 2018 نه پس به هم د پرمختيائي پروژو بشپړولو كار دوامداره ساتو ولې چې مونږ په خدمت باور لرو۔ وزیراعظم ووئيل زه وړاندې هم څو ځله چترال ته راغلې يم او بيا به هم راځم ۔ ده ووئيل زه ځائ ځوانانو له د پوهنتون جوړولو اعلان كوم۔ وزیراعظم ووئيل د چترال اولس په هېڅ ډول د لاهور ٬ کراچۍ يا نورو ښارونونه نه كم نه دے ٬ د چترال اولس ته سلام كووم۔ده ووئيل د لواري ټنل منصوبې د بنياد تيګه په كال 1955 كښې اېښودې شوې وه او د ډېرې مودې راهسې دا منصوبه بشپړه نشوه۔ ده ووئيل زمونږ حكومت په تندۍ سره په دې منصوبه كار پېل كړې او دې لپاره ئې فنډز جاري كړې۔وزيراعظم د چترال ضلعي کونسل لپاره د 20 كروره روپو د ګرانټ هم اعلان وكړو ۔ده ووئيل مونږ به د ټنل په نامه ووټ نه غواړو۔ وزیراعظم ووئيل شهزادہ افتخار الدین سره تعلق د مشرف په سوب نه دے بلكې د ھغه د پلار شهزادہ محي الدین په سوب لرو۔ ده ووئيل مونږ به په ګډه د ځائ اولس خدمت كوٶ او په جون كال 2017 كښې به د لواري ټنل پرانسته كوٶ۔ ده ووئيل ضلعي كونسل ته ترلاسه ګرانټ څخه به انفراسټركچر ښه كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل زه هېڅ ھغه خبره نه كوم كومه چې په اېجنډا نه وي۔ده ووئيل د چترال اولس په اردو پوهېدل خوشبينه دي۔ وزیراعظم ووئيل شهزادہ افتخار الدین يوازنې غړے دے څوك چې د مشرف ګوند څخه ټاكلې شوې او چا چې د استفعي وركولو نه پس د مسلم ليګ (ن) په ټكټ ټاكنو كَښې د برخې خوښي څرګنده كړې خو د داسې ګامونو نه مونږ منع كړې او ورته وئيلي شوي چې كه د هر ګوند نه ټاكلې شوې ي خو د اولس خدمت پرې نه ږدې۔وزيراعظم ووئېل د مخالفينو د خبرو نوټس نه اخلو ٬ نوټس خو اولس اخلي۔ ده ووئيل زه لاس په دعا يم چې لوې څښتن مخالفينو ته هدايت نصيب كړې او د پاكستان د پرمختګ توفيق ورله وركړي۔ ده ووئيل په تېرو 3 كالو كښې مونږ د چترال پرمختګ لپاره لس اربه ورپۍ وركړې او راتلونكي كال به نورې 8 اربه روپۍ وركولې شي ۔ده ووئيل چترال كښې د سترو لارو په منصوبو د كار پېل كولو امر شوې۔ده ووئيل د ګولن ګول څخه به تر چترال د 132 كے وي برېښنا لائن غزولې شي چې له مخې به ئې 108 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كېږي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې دا منصوبه راتلونكي كال بشپړه شي۔ ده ووئيل زياتره منصوبې به د 2018 نه وړاندې ترسره شي ۔دې څخه وړاندې د وزیراعظم سلاحكار انجینئر امیر مقام اولسي غونډې ته وېنا كښې ووئيل اولس پي ټي آئي رد كړې ٬عمران خان د كال 2018 ټاكنې نشي ګټلې ٬ ھغوي نه د عدالتونو پرېكړې مني او نه د اولس۔په اولسي غونډه كښې د خېبرپښتونخوا پِخوانې ګورنر سردار مهتاب خان عباسي، انوشه رحمن، شهزادہ افتخار الدین، صاحبزادہ طارق اللہ، د مسلم لیګ (ن) چترال صدر سعید احمد خان او نور لارښود هم موجود وو۔