وزیراعظم محمد نوازشریف چترال ته ورسېد

چترال 07 ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف بېلو پرمختيائي پروژو د بنياد تيګه اېښودو او د وفاقي حکومت په مالي مرسته د جوړېدونكي سورنګ معائنې كولو له د شورو په ورځ چترال ته رسېدلې دې ۔ د وزیراعظم انجینئر امیر مقام ٬د سيمې مشرانو او د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښودو په ګڼ شمېر د وزيراعظم تود هركلے وكړو۔ وزیراعظم به د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو جاج اخلي او د بوني بوزند كور سړك د پراختيا او بيا رغونې پشمول د لويو پرمختيائي پروژو د بنياد تيګه به ږدي۔ بوني 25 كلوميټره اوږد سړك به د وفاقي حكومت د كلن پرمختيائي پروګرام له مخې پخولې شي چې ورسره به د بېلو منډيانو نه چترال ښار ته اسانه رسنه او مواصلاتي آسانۍ ترلاسه شي۔ وزیراعظم به چترال كښې يوې اولسي جرګې ته هم وېنا كوي۔