د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د كے اليكټرك پلاوي وليدل

اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د كے اليكټرك پلاوي وليدل۔د پلاوي مشري عمر لودهي كوله دغسې د اوبو او برېښنا وفاقي وزير او د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير هم په دې موقع موجود وو۔وفاقي وزير ته د شنګهائي اليكټرك د اړخه كے۔اليكټرك كښې د سرمايه كارۍ پروژې په اړه بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع ووئيل شو چې كے۔اليكټرك كښې نوې سرمايه كارۍ سره به د برېښنا د وېش نظام ښه شي۔د خزانې وزير د نوې سرمايه كارو د شموليت هركلي كولو سره ووئيل چې د كراچۍ اولس له ښه سروس وركولو كښې به مونږ د هغوي بشپړه حمايت كوو او په دې لړ كښې به هر ډول مرسته كولې شي