پاكستان آئي ټي سېكټر كښې پرمختګ پلو روان دے٬حكومت هېواد كښې تهري جي او فور جي معرفي كړې

اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان آئي ټي سېكټر كښې د پرمختګ پلو روان دے٬حكومت هېواد كښې تهري جي او فور جي معرفي كړې دي ٬دريو كلونو كښې د لوړو زده كړو كميسون بجټ يو په دوه كړې شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ د پاكستان سټارټ آف كپ 2016 دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئېل پاكستان آئي ټي كښې پرمختګ كوي ۔ده ووئيل د هېواد په ټولو ضلعو كښې به د پوهنتونونو څانګې جوړولې شي۔ده ووئيل تېر وخت كښې د سياسي عدم استحكام او پالېسيو نشت والي په اړه هېواد پرمختګ نه دې كړې خو نن پاكستان د پرمختګ پلو روان دے۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه د پاكستان پرمختګ له كار كول وي