اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي پاكستان د كشميري اولس اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ له عزم كړې٬مونږ دا باور لرو چې د كشميري اولس مسئلې به د كشميريانو د هيلو او د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه هوارې شي۔ده دا خبره د نهې په ورځ د كشميري مېډيا پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني هم موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل هند د ظلم د لارې د كشميريانو د آزادۍ حق خود ارادايت لپاره پورته كړې غږ كمزورې كولې نه شي بايد نړيواله ورورولي د هندي ځواك د ظلم او په خاص توګه د مقبوضه كشمير په بې ګناه ماشومانو٬ځوانانو او په مېرمنو د ظلم نوټس واخلي۔ده ووئيل د حق خود اراديت لپاره به د مقبوضه كشمير د اولس قربانۍ بې ځايه نه ځي۔د كشمير كاز رامخې ته كولو په لړ كښې د كشميري مېډيا هڅې ستائېلو سره وفاقي وزير ووئيل حكومت به د مېډيا او د مېډيا كارمندانو ښېګړې ٬تحفظ له ټولې اسانۍ كاروي۔پلاوي وفاقي وزير د خبريالانو او مېډيا كارمندانو د ستونزو نه خبر كړو۔وفاقي وزير پلاوي له د مسئلو هوارولو باور وركړو۔ده ووئيل جمهوري حكومت د رايو په څرګندونه باور لري او په هېواد كښې د مېډيا پرمختګ له به مرسته روانه ساتي