د دفاع ورځې په مهال د علامه اقبال او قائداعظم په قبرونو د ګارډ بدلون٬د ګلونو د څادرو غوړولو دستورې

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د دفاع ورځې په مهال د علامه اقبال او قائداعظم په قبرونو د ګارډ بدلون او د ګلونو څادرونه وغړولې شول ٬د پي ټي وي له مخې د دفاع ورځې په موقع اسلام آباد كښې د ورځې پېل د 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامۍ څخه وشو٬د سهار د لمونځ نه پس د هېواد سلامتيا٬پرمختګ او څوكالۍ له دعاګانې وغوښتې شوې٬د پاك پوځ يوې چټك ډلې د ميجر شبير شريف شهيد په قبر ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د پاك پوځ لخوا ميجر جنرال طارق امن الله د اقبال په قبر د ګلونو څادر خپور كړو او د رينجرز د اړخه برېګېډير عاصم حسېن د ګلونو څادر وغړولو او فاتحه خواني يې وكړه۔په دې موقع د رينجرز ډلې د علامه اقبال په مزار سلامي وركړه۔د پاك رينجرز د اړخه د پرېډ اهتمام هم شوې وو۔ لاهور كښې د دفاع ورځې په موقع ميجر شبير شريف شهيد په قبر د سلامۍ دستورې اهتمام شوې وو۔جي او سي ميجر جنرال فدا حسېن د ميجر شبير شريف شهيد په قبر د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه خواني يې وكړه۔په كراچۍ كښې د قائداعظم په قبر د ګارډ بدلون دستوره ترسره شوه