پاكستان د اټومي تجربې او د اټومي تحفظ او سلامتيا په بنيادونو په نيوكليئر سپلائر ډله كښې د ګډون كولو بشپړ صلاحيت لري

اسلام آباد 05 ستمبر )اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئيلي دي چې پاكستان د اټومي تجربې او د اټومي تحفظ او سلامتيا په بنيادونو په نيوكليئر سپلائر ډله كښې د ګډون كولو بشپړ صلاحيت لري٬ په دې لړ كښې امتيازي سلوك سره په سوئيلي اسيا كښې ستراتېژيكي استحكام آغېزمن كېدے شي٬ نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د كشميري اولس د خپلواكې حق وركولو او د هند د ظلمونو مخ نيوي لپاره په نوي ډيلي فشار زيات كړي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د وزيراعظم د خاص استازي په حېث په برسلز كښې د بېلجيئم دويم وزيراعظم ډائډر رېنډرز او د اروپا د خارجه چارو وزير ډرك اېشټن سره په ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د خارجه چارو مرستيال ووئيل پاكستان د اټومي تجربې او د اټومي تحفظ او سلامتيا په بنيادونو په نيوكليئر سپلائر ډله كښې د ګډون كولو بشپړ صلاحيت لري٬ په دې لړ كښې امتيازي سلوك سره په سوئيلي اسيا كښې ستراتېژيكي استحكام آغېزمن كېدے شي۔ په دې موقع د شريكې خوښې او د قامي اهميت په نورو چارو هم خبرې وشوې۔