په نړۍ كښې سفيران دومره رسنه نه شي ترلاسه كولې څومره چې د پارلمان استازي ترلاسه كولې شي

اسلام آباد 05 ستمبر )اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز وئيلي دي چې په نړۍ كښې سفيران دومره رسنه نه شي ترلاسه كولې څومره چې د پارلمان استازي ترلاسه كولې شي٬ دې لپاره بېلا بېلو هېوادونو ته د ټاكل شويو استازو لېږلو پرېكړه شوې٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير د مسئلې حل غواړو۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سلمان بلوچ د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه چارو سلاكار ووئيل چې د جولائي د 8مې نېټې د پېښې نه پس مو ټولو سفارتخانو ته وئيلي وو چې دا ظلم دې په نړيواله كچه پورته كړي٬ په دې فيډ بيك راځي٬ د وزيراعظم په كچه د بشري حقونو تنظيمونو او ملګرو ملتونو ته خطونه ولېږل شول۔ ده ووئيل چې په نړۍ كښې سفيران دومره رسنه نه شي ترلاسه كولې څومره چې د پارلمان استازي ترلاسه كولې شي٬ دې لپاره بېلا بېلو هېوادونو ته د ټاكل شويو استازو لېږلو پرېكړه شوې٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير د مسئلې حل غواړو۔ ده ووئيل چې دې استازو ته بريفنګ هم وركړے شوے٬ ښه آغېز به ئې وشي۔