د مردان بمي چاودنو په اړه د كورنيو چارو وفاقي وزير په صوبائي حكومت هېڅ تور نه دې لګولې

اسلام آباد 05 ستمبر )اے پی پی) د كورنيو چارو د وزارت وياند وئيلي دي چې د مردان بمي چاودنو په اړه د كورنيو چارو وفاقي وزير په صوبائي حكومت هېڅ تور نه دې لګولې او نه ئې دا د صوبائي حكومت ناكامي ګرځولې ده ٬ په دې لړ كښې د مېډيا په ځينې برخو كښې خپاره شوي خبرونه د حقايقو په ضد دي۔د ګل په ورځ د كورنيو چارو د وزارت وياند ووئيل د مردان چاودنو د وړاندې اطلاع په اړه په پوښتنه د كورنيو چارو وزير تر دې حد خبره ضرور كړې چې په دې لړ كښې دوه تهريټ الرټ ترلاسه شوي وو كوم چې وفاق په وخت صوبائي حكومت سره شريك كړي وو۔ وياند ووئيل چې د مېډيا استازو سره په خبرو كښې د كورنيو چارو وزير په واضحه توګه وئيلي چې د ترهګرې د كومې پېښې نه پس د تورونو لګولو په ځائ مونږ ته په ګډه د كار كوكو ضرورت دے او په دې لړ كښې د وفاق٬ صوبائي حكومتونو او اړوند ادارو ترمېنځه د زياتو او ښه روابطو ضرورت دے۔