د ترهه ګرۍ مخ نيوي قوانينو ترمخه په رجسټرډ مقدمو د پېشرفت جاج اخستلو لپاره د ذيلي كمېټۍ غونډه (نن)كېږي

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پی پی) د ترهه ګرۍ مخ نيوي قوانينو ترمخه په رجسټرډ مقدمو د پېشرفت جاج اخستلو لپاره د ذيلي كمېټۍ غونډه (نن)د ګل په ورځ د اېډكېټ جنرل پنجاب دفتر كښې كېږي۔اشتر اوصاف علي په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد له د جوړې ذيلي كمېټۍ چيئرمېن غوره كړی شوے۔ په دې کمېټۍ كښې هوم سیکتران ، داخله سيكتر ، پراسیکیوټر جنرل او انسپکټر جنرل شامل دي