بھیرہ كښې ټرافكي پېښه ٬ 5 تنه مړه ، ګڼ ژوبل

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پی پی) بھیرہ كښې يو بس او ټرالر خپلو كښې وجنګيدل چې په نتيجه كښې ئې 5 تنه مړه او ګڼ ژوبل شوې دي۔ د نجی ټی وی چینل راپور له مخې د مسافرو څخه ډك ګاړې د لاهور نه پېښور ته روان ؤ چې د يو ټرالر سره وجنګيد ، د پېښې په نتيجه كښې 5 تنه مړه او ګڼ ژوبل شوې دي ٬ مړه او ژوبل كسان د بهلوال ډسټرکټ روغتون ته رسولې شوي ، ژوبل كسانو كښې د دوه حالت اندېښمن دے كوم چی د ګوجرانوالې روغتون ته رسولې شوي۔