لاهور كښې احتساب ریلی نه بلکه اقتدار ریلی كېږي۔ د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود طلال چوهدری نجی ټی وی سره خبرې

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود طلال چوهدری وئيلي دي چې حکومت اولس سره د لوظونو په پوره كولو كښې بوخت دے ، پی ټی آئی بې بنسټه احتساب لاريون كولو سره د حکومت او اولس وخت ضائع کوي ، لاهور كښې احتساب ریلی نه بلکه اقتدار ریلی كېږي۔ نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پی ټی آئی د تيرو دريو كلونو راهېسې هم دا كار كوي د كوم مقصد چې اقتدار ترلاسه كول دي ،دا احتساب ریلی نه بلکې اقتدار ریلی ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټولټاكنې به په 2018 كښې كېږي او اولس به د ووټ د لارې د خپلې خوښې ګوند ټاكي۔ ده ووئيل وزیراعظم نواز شریف هيواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ بيلې پرمختيائي پروژې معرفي كوي چې ورسره به وګرو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔