ضرب عضب عملياتو كښې د فاټا اولس لوئې قربانی وركړې دي۔ د رياستونو او سرحدي چارو وفاقی وزیر لیفټیننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ بیان

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پی پی) د رياستونو او سرحدي چارو وفاقی وزیر لیفټیننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي چې د افغان كډوالو بشپړه ستنيدو نه پس به هيواد كښې د روزګار 10 لکھ موقعې پيدا شي، ضرب عضب عملياتو كښې د فاټا اولس لوئې قربانی وركړې دي۔ د سیفران وزارت لخوا جارې شوي بيان له مخې وفاقی وزیر ووئيل چې د ټول هيواد څخه افغان كډوال په خپله مرضۍ د ستنيدو عمل روان دے خو حکومت رجسټرډ كډوالو له تر 31 دسمبر 2016ء هيواد كښې د پاتې كيدو اجازه وركړې كومه به چې په 31 دسمبر ختم شي۔ ده ووئيل د پاکستان اولس او حکومت د دريو لسيزو راهېسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاکستان څخه د افغان كډوالو بشپړه ستنيدو نه پس به هيواد كښې 10 لکھ وګړو ته د روزګار موقعې پېدا شي او په هيواد كښې به د امن صورتحال نور هم ښه شي