وزیر اعظم محمد نواز شریف پیښور كښې د ترهه ګرو بريد په شنډولو امنيتي اهلكارو ته پیرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزیر اعظم محمد نواز شریف پیښور كښې د ترهه ګرو بريد د كوم ځاني يا مالي زيان نه غېر په كاميابۍ سره په شنډولو د امنيتي اهلكارو هڅې ستائېلې دي ۔وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرو په ضد پھ وخت كاروائۍ كول او د بريد كوونكو عزائم ناكامولو په لړ كښې د پاك پوځ٬فرنټيئر كور او پوليس پشمول زمونږ د امنيتي ادارو صلاحيت او د كار استعداد د ستائنې وړ دے