
ګلګت 01 ستمبر(اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرال راحیل وئيلي دي د پاکستان پوځ د هېواد سلامتيا باوري كولو له تر هر حده تللې شي ٬ په پوخ باور سره وئيلې شم چې مونږ په سمه لاره روان يو ٬زه قام له باور وركول غواړم چې هېواد او ټولې پولې محفوظه دي٬ هخعه كه مودي وي يا “را” يا بل څوك مونږ د دښمن په چال پوهېږو٬ ترهه ګري لوې چېلنج ٶ او پاكستان ھغه يوازنې هېواد دے چې په ترهه ګري ئې قابو موندلې۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پاك چین اقتصادي لارې منصوبې پحقله د سېمينار په پائې غونډې ته وكړې ۔د پوځ سرلښكر ووئيېل د عرب نړۍ پشمول ډېر هېوادونه ترهه ګرۍ ځپلي او ھغوي د دې وضعې نه شي راوتلې۔ده ووئيل ده د ترهه ګرۍ په لعنت چې څنګه مونږ قابو موندلې نړۍ ئې مثال نه لري ۔ جنرال راحیل شریف د ضرب عضب عملياتو په مهال تراوسه د پېشرفت نه ګډون كوٶنكي خبره كړه۔ده ووئيل نړۍ چې هر څه ګڼي دا زمونږ د بقا جنګ دے او دې سره به مونږ هم دغسې جېګېږو۔ده ووئيل د پاك چين اقتصادي لارې د منصوبې حفاظت به په هر ډول باوري كولې شي ۔ده ووئيل دې كښې هېڅ شك نشته چې څوك د ګلګت بلتستان اولس نه زيات خواري كښ نه دي۔د چين خپلې اوسنې دورې ذكر كولو سره سرلښكر ووئيل د چين مشران ګلګت بلتستان ته د ارومچي او د منطقې د نورو ښارونو پشان ترقي وركول غواړي۔ده ووئيل زه په لنډه موده كښې د ارومچي پرمختګ څخه متاثره شوې يم او په دې كښې هېڅ شك نشته چې مونږ هم خپلې سيمې ته دغسې پرمختګ وركولې شو